IQNA

 د دینونود ګډ ژوند د پياوړتیا لپاره د ملایشیا یو اسلامی تنظیم  ښه پلان لري

7:20 - November 30, 2022
د خبر لمبر: 3486529
ایکنا-(د ملایشیا په اراواک صوبې کې یو اسلامی تنظیم  ددینونو د پيروکارو دګډ ژوند د پياوړتیا لپاره د د دینونو له عبادتځایونو څخه د خپلوغړو د دلیدو کاتو لپاره یو منظم پروګرام لري.

ایکناخبری آژانس د سټار له قوله راپور راکړ، د ملایشیا په ساراواک صوبې کې یو غیرحکومتی (این جی او)اسلامی تنظیم ؛د ډالیو مرکزی فاؤنډیشن؛ نیت لری چې  د  دینونو او توکمونو د ګډ ژوند دپياوړتیا لپاره د کلیساګانو او عبادتځایونو دلیدو کاتو پلان ولری.

د ډالیو د فاؤنډیشن  سلاکار نشیطه عبدالله  په دې اړه ووئيل، دغه غیر حکومتي تنظیم  چې په پیل کې ئې په ۲۰۰۵ کال کې  د ځوانانو د ژوند له ښه کولو سره د مرستې لپاره تاسیس شوی لیواله دی څو د نورو دینونو په باب لازیات ښه درک ترلاسه کړي. هغه د Sibu Tua Pek Kong عبادتځاي له لیدو وروسته ووئيل، په سیبو کې  مختلف دینونه او توکمونه وجود لري ،مونږ دنورو دینونو دعبادتځایونو  دلیدو پروګرام لرو او دا د مونږ یو کلنۍ پروګرام دی . په دغو لیدوکاتو کې به، د فاؤنډیشن غړي د مسیحیّت او بودیزم  په باب  لازیات څه زده کړي اومعلومات به ترلاسه کړي.

عبدالله زیاته کړې، دا لومړنی ځل دی چې مونږ دغه کار ترسره کوو،هیله مند یوو په دغو لیدوکاتو سره  د نورو دینونوله تعلیماتو  لازیات درک ترلاسه کړو او  خپلې لیدتوګې  هغوي سره شریکې کړو.

د ۲۰۲۰کال د  ځایونو او نفوسود سرشمیرنې په اساس،د ملایشیا  دآبادۍ کابو څلور شپيته فیصدي  نفوس د اسلام پیروکار دي، اتلس اعشاریه اوه فیصدي د بودیزم، نهه اعشاریه یو فیصد  د مسیحیّت، شپږ اعشاریه یو فیصد د نورو دینونو پیروکار دي . د ساراواک ،پنانګ او دکوالالامپور فیډرل سیمو اکثریتی خلک غیر مسلمان دي .

https://iqna.ir/fa/news/4103235

captcha